اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن زبير محمود حيات(نشان امتياز ملټري)د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د مخه ښې ملاقات كړی۔اولس مشر موده ترسره كوونكي د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د هېواد دفاع لپاره وړاندې كړی خذمات وستائل۔ده ووئيل جنرل زبير محمود حيات يو رېښتونې عسكر دے او هغه د وسله والو ځواكونو مستعدي او پیشه وره صلاحيتونو كښې زياتوالي لپاره كردارتر سره كړی۔اولس مشر د جنرال زبير محمد حيات(نشان امتياز ملټري)راتلونكي ژوند كښې روغتيا٬كاميابو او خوشحالو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه