لاهور 11 جولائی (اے پی پی) د لاهور څخه كوئټې ته تلونكې اكبر ایكسپریس پھ ولهار سټېشن صادق آباد د پارسل ایكسپریس سره ټكر شوے دے چې په نتيجه كښې ئې 9 كسان مړه، 25 ژوبل شوې دي، د ریلوے وياند ووئيل پاكستان ریلوے د پېښی په ځائې ژوبل كسانو لپاره پیرا میډیكل كیمپ جوړ كړې دغسې معمولی ژوبل كسانو له به موقع طبی مرسته وركړې شي، د وياند تر مخه د ريلوے محكمې د ضلعی انتظامیې سره په ګډه ریلیف آپریشن هم پيل كړې، د ریلوے هیډكوارټرز لاهور څخه جی ایم ریلوے او نور افسرانو ډله د پېښې ځائې پلو روانه شوې٬ دغسې سكھر ډویژنل افسران هم پھ دې موقع د پېښی ځائې ته رسيدلو سره ریلیف آپریشن كښې برخه اخلي،د پاكستان ریلوے اپ او ډاؤن ټریفك د معمول له مخې روان دې،وياند ووئيل ولهار سټېشن د پېښې نه پس په تكنیكی توګه فټ ډبې بيرته په ټریك اېښودې شوې او اكبر ایكسپریس ته نوې انجن لګولو سره مسافر خپل منزل پلو روان كړې شوي، ده ووئېل فیډرل ګورنمنټ انسپكټر فار ریلویز د پلټنو لپاره د پېښې ځائې ته روان شوې ،ده ووئيل د پاكستان ریلوے اكبر ایكسپریس پېښه كښې د مړو شوو او ژوبل شوو كسانو كورنيو لپاره سكھر ډویژن كښې انفارمېشن سیل جوړ شوې، ده ووئېل انفارمیشن سیل سره رابطه كولو سره ځپلي كورنۍ د خپلو كسانو په اړه معلومات ترلاسه كولې شي دغسې ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د پېښی سمدستي نوټس اخستو سره د پلټنو راپور غوښتې دې